د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ بندښت یو ځل بیا د پېښور او پاکستان د یو شمېر مخورو سیاسي او قومي څېرو غوسه راپارولې ده او د دوی اندېښنه پر ځای هم ده. دا ځکه چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري د پېښور پر زړه تېرېږي او د نورو قومونو پر ځای ددې زیان قرباني وګړي تر نوي سلنه ډېر پښتونخوا کې دي.
په دې وروستیو کې د پاکستان د ملي اسمبلۍ غړي اسد قیصر د دغه هېواد په پارلمان کې د وینا پر مهال د پاکستان او افغانستان ترمنځ پر سوداګریزو محدودیتونو نیوکه وکړه او خبرداری یې ورکړ چې له افغانستان سره د پولو دوامداره تړل کېدل د پېښور اقتصاد او صنعتي سکټور له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.
نوموړي په خپلو څرګندونو کې وویل چې پېښور د پاکستان له سترو اقتصادي مرکزونو لکه کراچۍ او لاهور سره په سیالۍ کې یوازې یوه مهمه ځانګړنه لري، او هغه د افغانستان او د منځنۍ اسیا د هېوادونو بازارونو ته لاسرسی دی.
هغه وویل: ((د پېښور یو سوداګر څنګه کولای شي د کراچۍ او لاهور له سوداګرو سره سیالي وکړي؟ که زموږ لپاره کومه ځانګړې ګټه وي، همدا له افغانستان او منځنۍ اسیا سره اړیکې دي. کله چې د افغانستان لارې تړل کېږي او سوداګریز بهیر درول کېږي، د پېښور صنعت او اقتصاد زیان ویني او د پرځتیا پر لور ځي.))
د پاکستان د پارلمان دغه غړي له حکومت څخه وغوښتل چې سیاسي مسئلې له اقتصادي همکاریو بېلې وساتي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د دوام زمینه برابره کړي.
اسد قیصر زیاته کړې: ((پر خپلو خلکو ظلم مه کوئ او سوداګري د سیاسي اختلافاتو قرباني مه ګرځوئ. که له هند سره سوداګري لرئ او که نه، او که د واګه دروازه پرانیستې وي او که تړلې، حتی د کړکېچ او شخړو په شرایطو کې هم له ایران سره سوداګریزې اړیکې دوام لري.))
هغه همداراز د کابل او اسلاماباد ترمنځ د اختلافاتو پر حل د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې ټینګار وکړ او ویې ویل چې د اړتیا په صورت کې د دواړو لورو مشران او مخور کسان کولای شي د جرګو له لارې د ستونزو د حل او د کړکېچونو د کمولو لپاره هڅې وکړي.
که څه هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو له بندښت وروسته اقتصادي شنونکو او کارپوهانو د احتیاط له مخې ویل چې له پاکستان سره د سوداګري مطلقه درونه به د پاکستان په پرتله افغانستان ډېر وځپي. دغو پوهانو د هغو حدسونو او تېرو تجربو پر بنسټ دا وړاندوینه کوله چې پخوا د افغانستان او پاکستان د سوداګریزو لارو د بندښت په تړاو رامنځته شوې وې. پخوا موږ ډېری وخت شاهدان و چې د تورخم او سپین بولدک په تړل کېدو سره به حتی په افغاني بازارونو کې د لومړنیو توکو( اوړو، غوړیو، وریژو) او نورو ساختماني توکو نرخونه یوه په درې پورته کېدل او دې نوساني حالت به ورځې ورځې د افغاني بازارونو ولکه په لاس کې اخیستې وه. همداراز دوی له دې هم وېره لرله چې په مطلقه توګه له وارداتي او تکیه شوي پاکستان څخه راګرځېدل، به خدای مه کړه زموږ د پرځېدو لامل شي او ولسونه به د لومړنیو توکو له قحطۍ سره مخ شي. خو دا حدسونه هر څه برعکس راوختل او تر افغانستان ډېر متضرر پاکستان شو.
دا حقیقت یوازې د خواله رسنیو په څو عکسونو/ویډیوګانو، د پاکستان د برحالو چارواکو په ویناوو او نورو کې راڅرګند نه شو؛ بلکې نړیوالو معتبرو خبري اژانسونو ومنله چې له افغانستان سره د سوداګرۍ په بندولو کې پاکستان ډېر زیان لیدلی دی. د افغانستان د سوداګرۍ په تړاو رویټرز خبري اژانس ویلي و چې له پاکستان سره د لارو له تړل کېدو وروسته د ایران او منځنۍ اسیا لارې د افغانستان لپاره دا ستونزه هواره او “جبران” شوې ده. د دغه اژانس په وینا، که څه هم پاکستان له څو لسیزو راهیسې د افغانستان لپاره سمندري بندرونو ته د لاسرسي مهمه دروازه وه خو په وینا یې، اوس سوداګر د ایران او مرکزي اسیا پر بدیلو لارو تکیه کوي. د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې، سوداګر اوس د پاکستان پر ځای د چابهار بندر له لارې د ایران، ازبکستان، ترکمنستان او تاجکستان له لارې خپل بارونه لېږدوي رالېږدوي او دې چارې له پاکستان سره د اقتصادي او سیاسي کړکېچ اغېزې خورا راکمې کړي دي.
که څه هم د دواړو خواوو سوداګر او خلک مني چې زیانمن شوي، خو مغلوب او ډېر زیانمن اړخ پاکستان دی. حتی پاکستان کې د لارو په بندښت سره بزګرانو خپله سبزي د څارویو خوراک کړه او د رومیانو د قیمت د لوړېدو شکایت آن تر پارلمان پورې ورسېد.
د افغانستان اوسني حکومت مسوولینو ویلي و چې له هر هېواد سره غوره اړیکې غواړي. پاکستان هم د همدې هېوادونو په لړ کې دی چې افغانستان ورسره د نېکو او دوه اړخیزو اړیکو غوښتونکی دی؛ خو افغان چارواکو تاکید کړی چې سوداګریزې لارې به هله پرانیستل کېږي چې قوي تضمین ورکړل شي. له پاکستان سره به سوداګریزې لارې تر هغې تړلي وي چې له مقابل لوري درانه تضمینونه ورنه کړل شي او دا ومني چې بیا به دا دروازه په جګړې او عادي حالاتو کې نه تړي. په دې اړه د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي و، « که پاکستان لارې خلاصېدل غواړي، په داسې کلکو او معتبرو تضمینونو به ورسره خلاصیږي چې په هېڅ ډول حالاتو او شرایطو کې یې بیا ونه تړي او دا لاره خلاصول به په داسې تضمین سره خلاصیږي چې که بیا ټک کېده، که هره بله کېده، بیا به دا لاره نه بندیږي او باید خلاصه وي. که د جنګ په حالاتو کې و، که همداسې په عادي حالاتو کې و، که زموږ د مېوو د موسم په حالاتو کې و. او داسې به نه کیږي چې د دوی د حاصلاتو او مېوو وخت وي، د دوی راراوان وي او زموږ چې د مېوو وخت شي په یوه بهانه نه بله بهانه وتړل شي.»
د وروستیو راپورونو له مخې پاکستان د صادراتو له کموالي وروسته له ډېرو اقتصادي زیانونو سره مخامخ دی. د یوه کال له حسابه د پاکستان سوداګریز زیان ۳۴ اعشاریه شپږ سلنه ډېر شوی او ۱۹ میلیارد او ۲۰۰ میلیون ډالرو ته رسېدلی دی.
د پاکستان احصایې فدرالي ادارې د شمېرو له مخې په همدې موده کې د پاکستان واردات ۱۱ اعشاریه اته سلنه زیات شوي، ۳۴ میلیارد او ۴۰۰ میلیونو ته رسېدلي او صادرات بیا له اته اعشاریه اووه سلنې کمښت سره ۱۵ میلیارد او ۱۸۰ میلیونو ډالرو ته ټیټ شوي دي.
د حکومتي شمېرو له مخې د زیان د دې برالا زیاتوالي لامل په صادراتو کې پام وړ کموالی او په وارداتو کې زیاتوالی دی.
پاکستان کې د سوداګرۍ ودې ادارې اجرايي مشر زبېر موتي والا د بي بي سي اردو څانګې ته په خپلو خبرو کې ویلي: له پاکستانه افغانستان ته استول کېدونکو توکو ونډه ۹۵ سلنه وه، خو اوس د افغانستان په بازارونو کې هند هم ځای موندلی، د پاکستان ونډه کمه شوې او ۶۵ سلنې ته ټيټه شوې ده. ښاغلی موتي والا وايي، له افغانستانه پاکستان ته د ډبرو سکاره واردېږي، چې د اندونیزیا یا کوم بل هېواد پرتله یې معیار خورا ښه دی او د افغانستان ډبرو سکاره ژر پاکستان ته رسېږي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سوداګریز او سیاسي کړکېچ کې پښتانه دل شوي دي او باید ددې بې وزله او قرباني قوم حقونو ته رسېدنه وشي. د پاکستان او افغانستان اکثره سوداګر پښتانه دي او مستقیما دوی ځپل کېږي. تر هر څه وړاندې پاکستاني حکومت ته پکار ده چې له سوداګریزو بندرونو د وسلې په توګه کار وانخلي او د خپلو وګړو روا غوښتنو ته غوږ کېږدي.
#امیدراډیو

