ډېر لوستل شوي

امریکا د داعش خراسان د دوو مشرانو پر سر ۱۸ میلیونه ډالره جایزه اعلان کړې

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د «عدالت لپاره د جایزې» پروګرام له لارې د داعش خراسان د دوو مشرانو، ثناءالله غفاري مشهور په «شهاب المهاجر» او عبیدالله، په تړاو د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره تر ۱۸ میلیونه ډالرو پورې جایزې اعلان کړې دي.

د یاد وزارت په وینا، د ثناءالله غفاري په تړاو د معلوماتو لپاره تر ۸ میلیونه او د عبیدالله په اړه تر ۱۰ میلیونه ډالرو پورې جایزه ټاکل شوې ده.

امریکا ادعا کوي چې غفاري د داعش خراسان عملیات تاییدوي او د ډلې لپاره مالي سرچینې برابروي، په داسې حال کې چې عبیدالله مالي چارې اداره کوي، عملیات پلانوي او د بریدګرو ډلو مشري کوي.

واشنګټن وايي، د دغو جایزو له اعلان سره یې هدف د داعش خراسان د رهبرۍ، مالي شبکې او عملیاتي فعالیتونو په اړه د معلوماتو ترلاسه کول او له منځه وړل دي.

اړوند خبرونه