ډېر لوستل شوي

د ا.ا مشرتابه په البدر قول اردو کې پر دین‌دارۍ، پوځي نظم او د بیت‌المال پر ساتنې ټینګار کړی

د اسلامي امارت مشرتابه د ۲۰۵ البدر قول اردو له مجاهدینو سره په لیدنه کې پر دین‌دارۍ، اسلامي اخلاقو، پوځي نظم او د بیت‌المال د شتمنیو پر ساتنې ټینګار کړی دی.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت وايي، د اسلامي امارت مشرتابه پرون غرمه مجاهدینو ته د وینا پر مهال وویل چې لمونځ د بریا وسیله ده او مجاهدین باید د لمانځه د ارکانو او شرایطو ترڅنګ د دین په نورو برخو کې هم پوهه ترلاسه کړي.

مشرتابه له مجاهدینو غوښتي چې اسلامي اخلاق او اداب خپل کړي، د قرآن‌کریم قرائت، تجوید او معنا زده‌کړي، د علم زده‌کړې ته دوام ورکړي او د جوماتونو درناوی وکړي.

د اسلامي امارت مشرتابه همداراز، پر پوځيانو ټینګار کړی چې د بیت‌المال موټرو او وسلو ته پام وکړي، له قومي تعصب او انډیوال‌پالنې ډډه وکړي، په خپلو منځونو کې یووالی وساتي او شخصي ګټې د نظام لپاره قرباني کړي.

اړوند خبرونه