ډېر لوستل شوي

د افغانستان او اماراتو پر دوه اړخیزو اړیکو بحث وشو

د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي د متحده عربي اماراتو د بهرنيو چارو له وزير شيخ عبدالله بن زايد آل نهيان سره کتلي دي.
دې ناسته کې دواړو لوريو د افغانستان او اماراتو پر دوه اړخيزو اړيکو، د اقتصادي همکاريو پر پراختيا او سيمه‌ييزو مسايلو خبرې اترې کړي دي.
دغه راز دې ناسته کې اماراتو کې افغاني توکو ته پر بازارموندنې بحث شوی.
د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي له امارتي لوري وغوښتل چې افغانانو ته د ويزو د ورکړې په برخه کې اسانتياوې رامنځته کړي. ښاغلي متقي د افغان حکومت له لوري د بشپړې همکارۍ ډاډ هم څرګند کړ.

د یادونې وړ ده چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ دوې ورځې وړاندې عربي اماراتو ته پر یوه رسمي سفر تللی.

اړوند خبرونه