د بنګله دېش لنډمهالي حکومت، د پخوانۍ لومړۍ وزیرې شیخ حسینې په ګډون په دغه هېواد کې د ۹۷ کسانو پاسپورټونه د جرمي فعالیتونو او جبري نادرکۍ په تور لغوه اعلان کړل.
دا په داسې حال کې ده، چې بنګله دېش څه موده مخکې په رسمي ډول له هند څخه د شیخ حسینې د سپارلو غوښتنه وکړه.
د بنګله دېش د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، چې نوموړې باید د قضايي تعقیب لپاره دوی ته وسپارل شي.
یاده دې شي چې د تېرکال په اګسټ میاشت کې بنګله دېش کې د پراخو لاریونونو په پایله کې د شیخ حسینې حکومت نسکور او نوموړې هند ته ولاړه.