د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر ملاعبدالمنان عمري نن(شنبه، مرغومي ۲۲مه) په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د ترکیې له سفیر جنک اونال سره کتلي دي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، دې کتنه کې د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا او په افغانستان کې د پانګونې او کاري زمینې پر شته فرصتونو خبرې وشوې.
د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر ملاعبدالمنان عمري په دې کتنه کې د ترکیې له سفیر څخه په افغانستان کې د شته پانګونې او فعالیت سربېره د نورې پانګونې غوښتنه کړې؛ تر څو لا ډېرو هېوادوالو ته کاري فرصتونه رامنځته شي.
ورته مهال، د ترکیې سفیر په دغه کتنه کې د افغانستان د ودې او پرمختګ لپاره د فرصتونو یادونه کړې. د نوموړي په وینا هېواد یې افغانستان کې لا ډېرې پانګونې ته لېوالتیا لري.