ډېر لوستل شوي

شيويچ: بلاروس به له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کې د همکاريو بنسټ کېږدي

د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال شېر محمد عباس ستانکزي د بلاروس د بهرنيو چارو وزارت له لومړي مرستيال لوکا شيويچ سره کتلي دي.

بهرنيو چارو وزارت په يوې خبرپاڼه کې وايي، په دې ناسته کې دواړو لوريو په اقتصادي، سياسي او ګډو همکاريو خبرې کړې دي.

په ياده ناسته کې د بلاروس د بهرنيو چارو وزارت لومړي مرستيال دغه راز ويلي، چې هېواد يې غواړې له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کې د همکاريو بنسټ کېږدي. د خبرپاڼې له مخې دواړه لورو هوکړه کړې، چې د یادو همکاریو د لا پراختیا په موخه به تخنیکي ټیمونه په کابل او مېنسک کې خپلو خبرو ته دوام ورکوي.

اړوند خبرونه