د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکې اداره (اوچا) وايي، سويس له افغانستان سره ۲.۳ ميليونه فرانک، چې ۲.۶ ميليونه ډالره کېږي مرسته کړې ده.
سويس دغه مرسته د افغانستان د بشري مرستو له صندق سره کړې ده.
اوچا پر خپل رسمي اېکس له افغانستان سره د مرستو په دوام د سويس دغه مرسته ګټوره بللې ده.