د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني، نن(سه شنبه، مرغومي ۲۵مه) په کابل کې د سعودي عربستان د شارژدافیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره د پېژندګلوۍ ناسته کړې ده.
کورنیو چارو وزیر فیصل طلق البقمي ته د ښه راغلاست تر څنګ په چارو کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه او د دوو هېوادونو پر ژورو دیني او تاریخي اړیکو وغږېدل. د سعودي عربستان شارژدافیر، افغان حکومت سره د اړیکو د لا پراختیا ژمنه کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ګډو اسلامي، کلتوري او نورو ارزښتونو پر پراختیا او ساتنې ټینګار کړی.