ډېر لوستل شوي

ملي دفاع سرپرست وزیر؛ قطر د افغانستان همکار او ملګری هېواد دی

ملي دفاع وزارت د قطر له شارژدافیر مردف القاشوطي سره د مولوي محمد یعقوب مجاهد د کتنې خبر ورکړی دی.

دفاع وزارت ویلي چې مولوي محمد یعقوب مجاهد نن(پنجشنبه، سلواغې څلورمه) په خپل کاري دفتر کې د قطر او کابل پر دوه اړخیزو همکاریو بحثونه کړي.

سرپرست وزیر د قطر او کابل د اړیکو سربېره له افغان ملت سره ددې هېواد د تلپاتو همکاریو ستاینه کړې ده.

په دغه لیدنه کې د ملي دفاع سرپرست وزیر قطر د افغانستان لپاره یو دوست او همکار هېواد وباله او د دې هېواد سره د دوامداره اړیکو پر پیاوړتیا يې ټینګار وکړ. یاده دې شي چې دواړو سیالان په سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو کې د لا ډېرې همکارۍ غوښتونکي شول.

اړوند خبرونه