د بهرنیو چارو مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل نن(دوشنبه، سلواغې اتمه) دې وزارت کې د دوکتور محمد نعیم د نوې دندې د پیل خبر ورکړی.
نوموړی ددې وزارت د سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي له لوري د وزارت کارکوونکو ته ورپېژندل شوی.
ویل کیږي چې دوکتور محمد نعیم به له دې وروسته د بهرنیو چارو وزارت د اداري مرستیال په توګه دنده ترسره کوي.
یاده دې شي چې دوکتور محمد نعیم له فتحې وړاندې د اسلامي امارت د فرهنګي کمیسیون، په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر د غړي او له فتحې وروسته قطر کې د اسلامي امارت د سفارت د سرپرست په توګه دندې ترسره کړې دي.