د افغانستان د سولې لپاره د امريکا پخواني استازي زلمي خليلزاد پر خپله اېکس پاڼه افغان پخوانيو سياستوالو ته ويلي، چې د پاکستان د ایاېسای تبليغاتي الې مه جوړېږئ او له دوی سره له ناستو ډډه وکړئ.
نوموړي نن په خپله اېکس پاڼه زياته کړې، چې پاکستان غواړي په ترکيه کې د مېشتو افغان سياستوالو سره په ناستو ولاړو د ځان په ګټه تبليغات وکړي. د افغانستان لپاره د امریکا د سولې دغه استازي دا هم ويلي، چې په ترکیه کې مېشت افغان پخواني سیاستوال د پاکستان پر استخباراتي لوبو تر هر چا ښه خبر دي او هیله یې څرګنده کړې چې د ایاېسای د لوبو وسیلې ونه ګرځېږي.