ډېر لوستل شوي

لوګر شاوخوا یو میلیون ټنه کرنیز توکي نورو هېوادونو ته صادر کړي

د لوګر د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو ویلي چې د روان ۱۴۰۳ کال په لړ کې له دې ولایت څخه څه باندې ۱.۱ میلیون ټنه بېلابېل کرنیز توکي نورو هېوادونو ته صادر شوي دي.
په صادرو شویو توکو کې مڼې، انګور، زردالو، بادام، هنډواڼې، کچالو، پیاز، رومي بانجان او نورې مېوې سابه شامل دي.
د ولایتي مسوولینو له قوله، ددې محصولاتو کچه ۶۸ میلیونو افغانیو ته رسېده، چې د مرکز پل علم په ګډون له بېلابېلو ولسوالیو راټول شوي وو.
د لوګر د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس له پانګوالو غوښتي چې له شته فرصتونو څخه پوره ګټه واخلي.
دا په داسې حال کې ده چې سږ کال په لوګر کې د تازه مېوو او نورو کرنیزو محصولاتو په تولید کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

اړوند خبرونه