د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي نن په کابل کې د ناروې له شارژدافير پير البرټ الساس سره کتلي دي.
ياد وزارت وايي، په دې ناسته کې دواړو لوريو د افغانستان او ناروې د سياسي، اقتصادي او بشري موضوعاتو په تړاو خبرې کړې دي.
په دې ناسته کې ښاغلي متقي ويلي، چې د سيمې او نړۍ هېوادونه دې له افغانانو سره اقتصادي ودې او پراختيايي چارو په برخه کې ښکېلتيا رامنځته کړي.
ياد دې شي، په ترسره شوې ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو لاپراختیا ته هیله مندي ښودل شوې ده.