په ماليزيا کې د افغانستان سفارت سرپرست نقيبالله احمدي د کوربه هېواد د کرنې وزارت د زراعتي بازار موندنې فدرالي ادارې له عمومي رييس امين الدين ذولکفلي سره کتلي دي.
ياد سفارت په خپل اېکس پاڼه ليکلي، چې په دې کتنه کې دواړو لوريو د افغانستان او ماليزيا ترمنځ د کرنيزو توليداتو په برخه کې د سوداګرۍ په پراختيا او ګڼو نورو اړوند موضوعاتو په تړاو خبرې کړي دي.
دغه راز په دې ناسته کې د ياد هېواد د زراعتي بازار موندنې فدرالي ادارې رييس لېوالتيا ښودلې، چې د افغاني توليداتو په ځانګړي توګه وچه او تازه مېوو ته په دې هېواد کې بازار موندنه وکړي. په ماليزيا کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې، د ماليزيا د کرنې وزارت اړوند يادې ادارې ډاډ څرګند کړی چې د داخلي سوداګرو او بهرنيو سوداګرو ترمنځ به د همغږۍ ترڅنګ ګڼو نورو اړوند برخو کې هم اسانتياوې برابر کړي.