د ډونالډ ټرمپ په کابینه کې د امریکا د اغېزمنتوب ادارې مشر اېلن ماسک پر وړاندې واشنګټن کې سلګونو کسانو لاریونونه کړي دي.
لاریون کوونکو له پارلمان غوښتي چې کابینه کې دې د اېلن ماسک د ډېر واک لرلو پر وړاندې غږ پورته کړي.
د امریکا د کورني امنیت وزیرې هم ویلي چې اېلن ماسک د اېکس له لارې تبلیغات کوي او بې اسناده کډوال شړلو ته مجبوروي.
یاده دې شي چې ماسک د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو پرمهال د ټرمپ پلوي وکړه او د نوموړي په ټاکنیزو کمپاینونو کې یې همکاري کړې ده.

