د واتیکان رسنیو اعلان کړی چې د نړۍ د کاتولیک عیسویانو د مشر وضعیت ښه نه دی او لا هم د مرګ پر بستر پروت دی.
واتیکان پرون اعلان کړی چې د نړۍ د کاتولیک عیسویانو د مشر، پاپ فرانسس روغتیایي وضعیت ناوړه دی. ویل کیږي چې نوموړی له ساه لنډۍ کړیږي او وینې ته هم اړتیا لري. پاپ فرانسېس ۸۸ کاله عمر لري چې له ډېر وخت راهیسې له ناروغیو کړیږي.