د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو ویلي ، چې سږ کال به دې ولایت کې ۱۷۵ زره ۳۹۰ مټریک ټنه غنم راټول شي.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس ویلي، چې سږ کال د ننګرهار پر ۵۹ زره ۳۷۶ هکتاره ځمکه غنم کرل شوي، چې د ننګرهار د خلکو د غنم اړتیا پوره کولی شي.
د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، ۴۶ زره ۵۲۱ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ورکړل شوي، او ۵۰ زره بزګرانو ته د کرنې روزنه هم ورکړل شوې.
د ننګرهار د کرنې ریاست مسوولینو ویلي چې دې ولایت کې د غنمو د زیاتوالي لامل د اصلاح شویو تخمونو ورکړه او د بزګرانو د عامه پوهاوي لوړول وو.