ډېر لوستل شوي

مارک کارني د جسټن ټروډو ځایناستی شو

د کاناډا د مرکزي بانک پخواني مشر مارک کارني د دغه هېواد د لېبرال ګوند د نوي مشر په توګه وټاکل شو.

نوموړي د ۸۶ سلنه رايو په ګټلو سره په دې ګوند کې د کاناډا د لومړي وزير جسټن ټروډو ځای خپل کړ.

د راپورونو له مخې، له دې وروسته به کارني پرېکړه وکړي چې په کاناډا کې سراسري ټاکنې څه وخت ترسره شي.

دا په داسې مهال ده، چې د کاناډا لومړي وزير جسټن ټروډو له نهو کلونو وروسته د کاناډا او د لېبرال ګوند مشري پرېښوده.

اړوند خبرونه