په ملګرو ملتونو کې د روسيې دايمي استازي ويلي، چې افغانستان يو کليدي ځای دی او له همکارۍ پرته بله لار نشته.
واسيلي نبنزيا په دې ناسته کې ويلي، چې اسلامي امارت د اقتصادي ودې په پاره هڅې پيل کړې او په دې برخه کې لا ډېرو مرستو ته اړتيا شته دی.
نوموړي دغه راز ترهګرو ډلو ته په اشارې ويلي، چې داعش خوارج په افغانستان کې نشته؛ بلکې دغه ډله د نورو هېوادونو په ملاتړ په دې هېواد کې ترهګريز بريدونه کوي. دا په داسې مهال ده، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېره ورځ په افغانستان کې د یوناما ماموریت د غځېدو په تړاو غونډه پیل کړې ده.