رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلنسکي د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره په جده کې کتلي دي.
یاده کتنه کې دواړو لوریو د اوکراین جګړې د پای ته رسولو اړوند خبرې اترې کړي دي.
د سعودي عربستان ولیعهد په دې ناسته کې د اوکراین دکړکېچ حل او سولې ته د رسېدو لپاره د نړیوالو هڅو د ملاتړ ژمنه کړې ده.
ټاکل شوې اوکرایني او امریکایي چارواکي نن (سهشنبه، کب ۲۱مه) په همدې ښار کې د اوکراین او روسیې ترمنځ د سولې په تړاو خبرې اترې پیل کړي.
کییف په داسې حال کې مذاکراتو ته چمتو شوی چې ددې هېواد سلګونو بې پیلوټه الوتکو پر مسکو پراخ بریدونه کړي دي.