د امريکا پوهنې وزارت تېره ورځ (سهشنبه، کب ۲۱مه) خبر ورکړی، چې خپل نږدې نيمايي کارکوونکي به له دندو ګوښه کړي.
ياد وزارت دغه راز ويلي، چې د خپل کارکوونکو کچه به شاوخوا ۲ زر ۱۸۳ کارکوونکو ته راټيټه کړي.
ياده دې وي، چې د دې وزارت د کارکوونکو ټول شمېر ۴ زره ۴۰۰ ته رسېږي. دا په داسې حال کې ده، چې د امريکا متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر دې وړاندې د ياد وزارت د منحلېدو وړانديز کړی و.