د قطر د بهرنيو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د یو شمېر عربو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د منځني ختیځ لپاره د متحده ایالتونو له ځانګړي استازي سټیف ویتکوف سره کتلي دي.
ياد وزارت ويلي، په دې ناسته کې يې د غزې د بيارغونې د پلان په تړاو خبرې کړې دي.
ياده دې وي په دې ناسته کې هوکړه شوې، چې د بيا رغونې د هڅو د بنسټ په توګه د دې پلان په تړاو خپلې همکاري او سلا مشوري روانې وساتي.

