ډېر لوستل شوي

د وحشت یوه بله څپه؛ غزه او یمن تر اور لاندې

صهیونېست رژیم د اوربند له غځولو ډډه کړې او غزه کې یې بیاځلې درنې بمبارۍ کړي دي.

الجزیرې د روغتیایي سرچینو په حواله لیکلي، چې په غزه کې د نویو بریدونو په ترڅ کې شاوخوا ۱۰۰ تنه شهیدان شوي دي. د سرچینو په وینا، په وژل شویو کسانو کې ګڼ شمېر ماشومان هم شامل دي.

ژوبل د غزې جنوبي برخې روغتونونو ته وړل شوي او ښایي د مرګ ژوبلې شمېره لوړه شي.

د صهیونېست رژیم لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي چې اوربند نه غځوي او غزه کې به عملیات دوه برابره زیاتوي.

حماس غورځنګ ویلي چې د صهیونېست رژیم له بریدونو ښکاري چې دې رژیم په یو اړخیز ډول اوربند پای ته رسولی دی.

له بلې خوا، امریکایي ځواکونو د یمن هېواد صنعا او الحدیده ښارونه په نښه کړي دي.

امریکایي ځواکونو هم له تېرو څو ورځو راهیسې یمن کې لسګونه تنه مړه او ټپیان کړي او لا یې هم ړندۍ بمبارۍ روانې دي.

اړوند خبرونه