ډېر لوستل شوي

ټرمپ او پوتین د اوکراین جګړې د ختمولو لپاره د سولې پر هوکړې بحث کوي

رويټرز د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په حواله ويلي، چې نن به د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره د اوکراين د جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې وکړي.

په راپور کې ويل شوې، چې په دې ناسته کې به د کيف له لوري ځمکنۍ امتيازات او د زاپورېژيا د اټمي بټۍ کنټرول په موضوعګانو خبرې وشي.

ټرمپ په اوکراين کې وضعيت د اندېښنې وړ بللی او ويلي دي، چې هڅه کوو تر څو د سولې هوکړې ته ورسېږو.

اړوند خبرونه