ډېر لوستل شوي

بلوچستان کې ناامني؛ د پوهنتونونو دروازې وتړل شوې

دویچه وېله د یوه پاکستاني چارواکي له قوله له لیکلي چې په بلوچستان ایالت کې د ناامنۍ په سبب پوهنتونونه تړل شوي دي.

دې اژانس وړاندې لیکلي چې د امنیتي اندېښنو په وجه ۳ پوهنتونونو خپل محصلین رخصت کړي او ‎په انلاین بڼه یې درسونه ورته پیل کړي دي.

دویچه وېله لیکلي چې په کوېټه ښار کې ۲ پوهنتونونه څو ورځې وړاندې او یو پوهنتون نن سه شنبه تړل شوی دی.

د بلوچستان ایالتي حکومت وروسته له هغې پوهنتونونه تړي چې دې ایالت کې د بلوچ بېلتونپالو بریدونه زیات شوي او څو ورځې وړاندې یې د ۴۰۰ سپرو اورګاډی برمته کړی و.

اړوند خبرونه