د چين، جاپان او سوېلي کوريا لوړ پوړو ډيپلوماټانو نن (شنبه، وري دويمه) په توکيو کې ناسته کړې ده.
رويټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې په دې ناسته کې د ختيځې اسيا ګاونډيو هېوادونو د سيمهييز امنيت او اقتصادي مسائلو په اړه ګډې هوکړې ته د رسېدو هڅه شوې ده.
د ياد راپور له مخې دغه ناسته په داسې مهال کېږي، چې د چین، جاپان او سویلي کوریا ترمنځ جیوپولیټیکې اړیکې ډېر پیچلي شوې دي.

