ډېر لوستل شوي

بې پلاره ژوند؛ غزه په نړۍ کې د یتیمانو پر استوګنځي بدلېدونکې ده

الجزیرې خبري اژانس لیکلي چې صهیونېست رژیم غزه کې د لسګونو زرو ماشومانو پلرونه شهیدان کړي او په اوس وخت کې غزه د نړۍ پر ستر یتیم‌ځي بدلېدونکې ده.

الجزیرې د غزې د احصاییې مرکز له قوله لیکلي چې اوسمهال نږدې ۴۰زره فلسطینیان پلار او یا هم پلار او مور دواړه نه لري.

له دې ډلې ۱۷۰۰۰ ماشومانو دواړه هستۍ(مور او پلار) له لاسه ورکړي.

یاده دې شي چې غاصب رژیم نن هم ۶۲فلسطینیان شهیدان کړي او کورنۍ د خپلو شهیدانو په جسدونو پسې لالهانده دي.

اړوند خبرونه