ډېر لوستل شوي

له کینې تر سولې؛ په لغمان کې د ۳۲۷ کورنیو پخوانۍ دښمني په دوستۍ بدلې شوې

د لغمان په مرکز مهترلام او پنځه ولسوالیو کې د قومي مشرانو او دیني علماوو په منځکړیتوب د ۳۲۷ کورنیو ترمنځ د لسګونه کلونو پخوانۍ دښمني په دوستۍ بدلې شوې دي.

د ياد ولايت د رسنيو دفتر وايي، چې دغو کورنیو له جملې ۱۱۰ په مرکز مهترلام، الینګار ولسوالۍ کې د ۱۵۳ کورنیو ترمنځ، په دولت شاه ولسوالۍ کې د ۱۰ کورنیو ترمنځ، په الیشنګ ولسوالۍ کې د ۴۰ کورنیو، په قرغیو ولسوالۍ کې د ۷ کورنیو او دغه راز په بادپښ ولسوالۍ کې د ۷ کورنیو ترمنځ دوښمني په دوستي بدله شوې ده.

د هرات ولايت مقام د رسنيو دفتر د معلوماتو له مخې، چې دې کورنيو په دغو تېرو شخړو کې لسګونه تنه مړه او ټپيان شوي وو. د ويلو ده، چې اسلامي امارت د چارواکو په هڅو تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو ولايتونو او لرې پرتو سيمو کې ګڼې دوښمني په دوستۍ بدلې شوې دي.

اړوند خبرونه