ډېر لوستل شوي

د پاکستان او کشمېر اوسېدونکي د اوبو له توپاني څپو سره مخ دي

د پاکستان تر ولکې لاندې کشمېر او د مظفرآباد سیمو اوسېدونکو ته د سېلابي اوبو د راوتلو او د ځان د خوندیتوب خبرداری ورکړل شوی دی.

په جهلم سیند کې په بېساري ډول اوبه زیاتې شوي او ښایي دا اوبه توپاني شي.

له بل پلو، پاکستانيو چارواکو تور پورې کړی چې هند په قصدي ډول له هر ډول خبرداري پرته جهلم کې اوبه خوشي کړي دي.

د جوماتونو له لارې د ټیټو سیمو اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی شوی چې خپلې مېنې پرېږدي او له خوندي سیمو ته ولاړ شي.

یاده دې شي چې په کشمیر کې پر سیلانیانو تر برید وروسته د هند او پاکستاني اړیکې خړې پړې شي.

اړوند خبرونه