د رياستالوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند د کابينې يو شمېر غړو او ځايي مسوولينو په شتون کې تېره ورځ د برېښنا درېيو لويې پراختيايي پروژو پاتې چارې پيل کړې.
اقتصادي معاونيت وايي، په دې مراسمو کې ښاغلي برادر دغه پروژې د برېښنا په برخه کې د هېواد ځان بسياينې پر لور او د نويو کاري فرصتونو په رامنځتهکيدو او دغه راز د زيربنا پياوړتيا پر لور مهم ګام بللی دی.
په يادو مراسمو کې مسوولينو د برېښنا کورني تولید پر پراختیا، د برېښنا نیمګړو پروژو پر بشپړولو، صنعتي، سوداګریزو او کرنیزو برخو ته د اړتیا وړ برېښنا پر رسولو ټينګار کړی دی. د ويلو ده، چې په دغو درېيو پروژو کې د زابل مرکز قلات سبسټېشن، د کندهار ختیځ سبسټېشن د پاتې چارو بشپړول او دغه راز له کجکي برېښنا تولیدي فابریکې څخه د کندهار ختیځ سبسټېشن پورې د ۱۱۰ کېلوولټ برېښنا لېږد مزي غځول شامل دي.