د خوست ولايت د رسنيو دفتر د نادرشاه کوټ ولسوالۍ په ۳۷ کليو کې د ۸۰ ميليونه افغانيو په ارزښت د ۳۷ پروژو د چارو له دوام خبر ورکړی دی.
د ياد رسنيو دفتر وايي، چې د دغه پروژو چارې د کليو د بيارغونې او پراختيا رياست له لوري او د ملګرو ملتونو د يونفس مؤسسې په مالي ملاتړ دوام لري.
په دې پرژو کې د نادرشاه کوټ ولسوالۍ زرګونه کارګرو ته د کار زمېنه برابره شوې او په بشپړېدو سره به یې ۷ زره ۹۱۴ کورنۍ له ګټې اخېستو برخمنې شي. د خوست نادرشاه کوټ یوه مهمه ولسوالۍ ده، چې پکې د پراختیا او پرمختګ لپاره د پام وړ پروژې پیل شوې دي.