د امریکا سمندري ځواک ویلي چې د دوی یوه جېټ الوتکه له بېړۍ څخه سره سمندر ته لوېدلې ده.
د امریکا سمندري ځواک ویلي چې ددې الوتکې ارزښت ۶۷ میلیونه ډالره و.
ویل کیږي چې دې پېښه کې یو تن ټپي شوی هم دی.
ددې پېښې په تړاو په بیانیه کې همداراز ویل شوي چې نورې جېټالوتکې ددې پېښې څېړنه کوي.
یاده دې شي چې له دې پخوا حوثي ځواکونو په سره سمندرګي کې د امریکا، اسراییلو او د اسراییلو د ملاتړو بېړۍ په نښه کړي دي.