ډېر لوستل شوي

د کرنې له برخو د اوزبيکستاني پلاوي ليدنه؛ د کارکوونکو د روزنې او څېړنو پر پراختیا ټینګار وشو

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري مرستيال ملا اغاجان په مشرۍ اوزبيکستاني لوړپوړي پلاوي په ننګرهار کې د کرنې او کانال رياستونو اوله اړوند برخو ليدنه کړې ده.

ځايي مسوولين وايي، ياد پلاوي په دې لړ کې د درونټي برېښنا بند، حبیب حسام پولټرې کمپلیکس، د ستروسو څاڅکو اوبخور بڼوالۍ، د ننګرهار د مېوو ملي کلکسون او شیشم باغ له څیړنیز مرکز څخه يې ليدنه کړې ده.

دغه راز په دې ليدنه کې د ځايي مسوولينو له لوري په اړوند برخو کې اوزبيکستاني پلاوي سره معلومات شريک شوي او د لابراتوارونو تجهيز، د تجربو شريکولو او د کارکوونکو په ظرفيت لوړونه کې د همکاريو غوښتنه کړې ده.

د ويلو ده، چې د دې ليدنې په ترڅ کې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور ترمنځ د همکاريو په پياوړتيا او د ګډو اقتصادي زمېنو د ګټې اخېستې پر لارو چارو هم خبرې شوې دي.

اړوند خبرونه