د پکتیکا د اوبو او انرژۍ رياست مسوولینو ددې ولایت په اومنې ولسوالۍ کې د یوه چکډېم د جوړونې خبر ورکړی دی.
د ګېناوې په نوم پر دې بند شاوخوا ۲ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.
د پکتیکا ولایت د اوبو او انرژۍ رياست رییس قاري فتح محمد ذاکر ویلي چې دا چکډېم د اوبو او انرژۍ وزارت په مالي ملاتړ جوړ او ګتې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
د نوموړي په وینا دغه چکډېم د ۳۷ زره او ۴۴۳ متره مکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفيت لري.
یاده دې شي چې په دې وروستیو کې د اوبو او انرژۍ وزارت د چکډېمونو او اوبو مهارولو ته مخه کړې ده.