د بريتانيا پوليسو د څلورو ايرانيانو په شمول پنځه تنه بهرنيان د ترهګرۍ په تور نيولي دي.
د لندن ښار پوليسو تېره ورځ په يوه بيان کې ويلي، چې دغه کسان په لندن، سویندون او مانچسټر کې نيول شوي دي.
ياده دې وي، چې تر دې مهاله د دې موضوع په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي او ایراني چارواکو هم تر اوسه څه نه دي ویلي.

