د امریکا متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، چې ښايي سعودي عربستان ته د خپل سفر پر مهال د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د ليدنې په تړاو فکر وکړي.
د روسيې دولتي خبري آژانس ټاس راپور له مخې، ډونالډ ټرمپ د خبريالانو پوښتنې ته په ځواب کې ويلي، چې له پوتين سره به د کتنې په تړاو فکر وکړي.
ټرمپ ټینګار کړی، چې ډېر ژر به د سعودي عربستان پلازمېنې، ریاض ته سفر وکړي.
د سپینې ماڼۍ او کرملین مشرانو په وروستي ځل د روان کال د مارچ په ۱۸مه د اوکراین لپاره د ۳۰ ورځني اوربند په تړاو له يو بل سره ټليفوني خبرې کړې وې.

