ډېر لوستل شوي

د غزې د بشپړ اشغال طرحې تایید او د لسګونو فلسطینیانو شهادت

د الجزیرې خبري اژانس ویلي چې صهیونېست رژیم یو ځل بیا په غزه کې خپل بریدونه پیل کړي او نن سهار یې شاوخوا ۵۱ فلسطینیان شهیدان کړي دي.

یاد بریدونو داسې مهال شوي، چې تازه د صهیونیستي رژیم امنیتي کابینې د غزې د بشپړ اشغال طرحه تصویب کړې ده.

د صهیونېست رژیم لومړي وزیر هم ویلي چې پر غزې به داسې ځواکمن عملیات کوي. نوموړي د غزې اوسېدونکو ته د وتلو امر هم کړی دی.

یاده دې شي چې صهیونېست رژیم تر دې پخوا هم اوربند مات او ګڼ فلسطینیان شهیدان کړي وو.

اړوند خبرونه