ډېر لوستل شوي

هند د پاکستان پر څو ښارونو درانه بریدونه کړي

رسنۍ وایي چې هند د پاکستان ۵ ښارونه تر درنو بریدونو لاندې نیولي دي.

هند د بالسټيک توغنديو په مټ همدا مهال د پاکستان سيالکوټ، مظفر اباد، لاهور، پېنډۍ او بهالپور سيمې ویشتي.

له بلې خوا پاکستان ویلي چې په ځوابي برید کې یې د هند دوې جنګي الوتکې غورځولي دي. ویل کیږي چې د هند د بالسټیک توغندیو په مټ د مظفر اباد دریو ښارونو کې د مسجد سبحان، ام القرای په شمول د جیش او طیبه وسلوالو ډلو ۹ مدرسې په نښه کړي دي.

د پاکستان د پوځ ویاند عاصم منیر ویلي چې په دې برید کې تر اوسه ۷ پاکستاني وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

یاده دې شي چې هند دې عملیاتو ته د سیندور نوم ورکړی او سیندور هغه خال ته وایي چې د ناوې پر تندي اېښودل کیږي.

اړوند خبرونه