د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي هند ته د سفر په ترڅ کې د یاد هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سوبراهمانیام جایشانکار سره کتلي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دواړو لوریو په دې کتنه کې د ایران او هند ترمنځ د تاریخي، تمدني او کلتوري اړیکو پر پراختیا، د چابهار لس کلن تړون د پلي کېدو، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو، او د سیمهییز امنیت په اړه خبرې اترې کړې دي.
یاده دې شي چې ښاغلی عراقچي تر دې دمخه پاکستان ته هم سفر کړی و.