د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي د افغانستان لپاره د چين له ځانګړي استازي يو شيايونګ سره وکتل.
د ياد وزارت د مطبوعاتو او عامه اړيکو رييس حافظ ضياءاحمد تکل وايي، په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو او اقتصادي همکاريو د پراختيا په تړاو خبرې شوې دي.
ښاغلي متقي د چين له دوامداره ملاتړ څخه مننه کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې په سوداګريزه برخه کې پرمختګونه د ستاينې وړ بللي دي.
دغه راز د چين ځانګړي استازي په نړيواله ټولنه کې د افغانستان ملاتړ ته په دوام ټينګار کړی او زياته کړې يې ده، چې په اقتصادي پرمختګ کې به خپلې همکاري ونه سپموي.
د ويلو ده، چې د دې ناستې په ترڅ کې د روانې ميلادي مياشتې په پای کې مولوي اميرخان متقي ته چين ته د رسمي سفر بلنه هم ورکړل شوه.