ټاس خبري اژانس د روسیې د لوړپوړو مسوولینو له قوله لیکلي چې د یاد هېواد یو پلاوی د خبرو په پار استانبول ښار ته رسېدلی دی.
تمه ده، یاد پلاوی له اوکرایني مسوولینو سره پر اوربند او سولې خبرې اترې وکړي.
ویل کیږي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم ددې خبرو یو ګډونوال دی.
له بلې خوا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ویلي چې که د دواړو خواوو ترمنځ د پرمختګ څرک وویني، نو دی به هم استانبول ته سفر وکړي.