د بريتانيا د بهرنيو چارو وزارت له صهيونېست رژيم سره سواګريزې خبرې ځندولې او په لندن کې يې د اسراييلو سفير هم احضار کړی دی.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډېوېډ لامي ويلي، د بنیامین نتنیاهو د حکومت کړنو بریتانیا اړ کړې چې ننني ګامونه پورته کړي.
نوموړي ټينګار کړی، چې په غزې کې د صهيونېست رژيم بريدونه به له لندن سره د دوی اړيکو ته زيان ورسوي.
د غزې په تړانګه کې د اسراییلي رژيم له لوري روان خونړي بریدونه چې د بېګناه ښځو، ماشومانو او ملکي وګړو د شهيدولو سبب شوي، نړیوال غبرګونونه راپارولي دي.