ډېر لوستل شوي

غزه کې لوږې د ماشومانو په ګډون د ۲۹ کسانو ژوند اخيستی

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) وايي، چې په غزه کې د سختې لوږې له امله ۲۹ تنه، چې ماشومان هم پکې شامل دي، خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دغه سازمان زیاتوي، چې شاوخوا دوه میلیونه فلسطینیان له جدي لوږې سره مخ دي.

 د اسراييلو صهيونېست رژيم د مارچ له لنډمهاله اوربند وروسته یو ځل بیا غزه محاصره کړې او د مرستو مخه یې نیولې. که څه هم د پنجشنبې په ورځ یو شمېر د مرستو بار لارۍ غزې ته داخلې شوې؛ خو ملګري ملتونه وايي، چې دا مرستې د اړتیاوو پوره کولو لپاره بسنه نه‌کوي.

اړوند خبرونه