ډېر لوستل شوي

کاليفورنيا کې د الوتکې غورځېدو ۲ تنه وژلي او ۸ نور يې ټپيان کړي

د امريکا کاليفورنيا په سن ډيګو ښار کې يو سېسنا ۵۰۰ الوتکه د پوځيانو په کور لوېدلې، چې له امله ۲ تنه وژل شوي او ۸ نور ټپيان شوي دي.

د رويټرز راپور له مخې، دغې الوتکې د تخنيکي ستونزې په سبب بېړنۍ ناسته کوله، چې د برېښنا له مزو سره تر لګېدو وروسته يې اور اخيستی دی.

امنيتي سرچينو ويلي، چې د يادې پېښې له امله ګڼې موټرې او ودانۍ هم سوځېدلې دي. د يادونې وړ ده، دا په امريکا کې لومړی ځل نه دی چې د تخنيکي ستونزې له امله الوتکه سقوط کوي؛ بلکې تر دې وړاندې هم يو شمېر الوتکې لوېدلې او ګڼ ځاني او مالي زيانونه يې اړولي دي.

اړوند خبرونه