ډېر لوستل شوي

چين: د ټرمپ پرېکړه به د امريکا نړيوال باور ته زيان ورسوي

د امريکا متحده ايالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري پر هارورډ پوهنتون د نړيوالو زده‌کوونکو د جذب بنديز د چين له سخت غبرګون سره مخ شوی دی.

سي‌اېن‌اېن په خپل راپور کې د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند له قوله ويلي، چې بيجينګ تل د تعليمي همکاريو سياسي کېدو مخالف کړی او زياته کړې يې ده، چې دغه ډول ګامونه به يوازې د امريکا نړيوالې څېرې او باور ته زيان ورسوي. د امريکا دغه پرېکړه د ټرمپ د ادارې له لوري د کډوالۍ پر وړاندې د سخت دريځه پاليسۍ برخه ګڼل شوې، چې له مخې يې د امريکا په بېلابېلو ايالتونو کې د سلګونو نړيوالو زده‌کوونکو ويزې لغوه شوي دي.

اړوند خبرونه