پر غزې د صهیونیستي اسراییل یرغل په دوام، د فلسطین روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۷۹ فلسطینیانو د شهادت او ۲۱۱ د ټپيکېدو راپور ورکړی دی.
د فلسطین د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې د تېرې مارچ میاشتې له ۱۸مې او تر اوربند وروسته د صهیونیستي رژیم د یرغل له امله ۳ زره ۷۴۷ فلسطینیان شهیدان او له ۱۰ زرو ډېر نور ټپیان شوي دي.
د یادونې وړ ده چې پر غزې د اسراییلي رژیم د یرغل له پیله تر دې دمه د فلسطیني شهیدانو شمېر ۵۳ زره ۹۰۱ ته رسېدلی او ۱۲۲ زره ۵۹۳ نور ټپیان شوي دي.
د فلسطین روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، لا هم ګڼشمېر جسدونه په کنډوالو کې بند پاتې دي.
ذ یادوتې وړ ده، چې پر غزې د صهیونیست اسراییل یرغل وخت ناوخت پر بشري حقونو د څار نړیوالو سازمانونو لخوا غندل شوی او په ډېرو مواردو کې «نسلوژنه» هم بلل شوې ده.