ډېر لوستل شوي

د غزې اوربند پر سر اختلاف؛ حماس د وړاندیز منلو، اسراییل او امریکا د رد خبر ورکوي

يو فلسطيني چارواکی وايي، چې حماس جهادي غورځنګ د امريکا د ځانګړي استازي سټيو وټکوف له لوري د غزې لپاره د اوربند وړانديز منلی؛ خو د صهيونيست رژيم چارواکو دا راپورونه رد کړي دي.

د رويټرز راپور له مخې، د ياد رژيم يوه چارواکي دا ادعا رد کړې چې دغه وړانديز دې د واشنګټن له خوا وي، او ويلي يې دي، “هیڅ اسراييلي حکومت نشي کولی دا وړانديز ومني.” نوموړي دا هم زياته کړې، چې وړانديز د اسراييلو د شرايطو خلاف دی.

بل‌ لور ته، پخپله وټکوف هم ويلي، هغه څه چې حماس ورته د بنديانو د تبادلې او اوربند لپاره وړاندې کړي، د منلو وړ نه دي. نوموړی زياتوي، چې پر کوم وړانديز بحث روان دی، هغه د ده له لوري وړاندې شوې طرح نه ده.

د يادونې وړ ده چې دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې نړيوالې هڅې د غزې جګړې د پای ته رسولو او د بنديانو د تبادلې په موخه روانې دي.

اړوند خبرونه