ډېر لوستل شوي

د فلسطین دولت په رسمیت پېژندل په سیمه کې امنیت ته زمینه برابروي

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د فلسطین دولت په رسمیت پېژندل سیاسي اړتیا بللې او ویلي یې دي چې له سعودي عربستان سره په ګډه به د غزې په اړه یو کنفرانس جوړوي.

مکرون دا څرګندونې نن (جمعه) په سینګاپور کې یو خبري کنفرانس ته کړې او په وینا یې چې د فلسطین دولت په رسمیت پېژندل په سیمه کې د سولې او امنیت د ټینګښت لپاره د زمینې برابرول دي. 

د فرانسې ولسمشر ویلي: “د فلسطین دولت په رسمیت پېژندل یوازې اخلاقي مسوولیت نه، بلکې سیاسي اړتیا هم ده.”

ایمانویل مکرون په کلابندۍ کې د غزې وضعیت له زغم وتلی بللی او ټینګار یې کړی چې که اسراییل په غزه کې بشري وضعیت ته پام نه کوي، باید اروپایان یې پر وړاندې اقدامات سخت کړي.

د یادونې وړ ده چې تېره اوونۍ د منځني ختیځ په چارو کې د مکرون سالاکارې «آن-کلر لژاندر» هم ویلي وو چې د فلسطین دولت راتلونکي دې وساتل شي او په دې برخه کې دې اقدامات وشي. 

د اسراییلو صهیونیستي رژیم له تېرو څو ورځو راهیسې پر غزې د سختو بریدونو له امله تر فشار لاندې راغلی دی.

اړوند خبرونه