د اټومي انرژۍ نړیواله اداره وایي، ایران په ځینو سیمو کې د دوی له همغږۍ پرته اټومي فعالیتونه پیل کړي چې دا به د واشنګټن او تهران خبرې ځنډنۍ کړي.
د رویټرز په راپور کې د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې په حواله ویل شوي چې ایران په دریو سیمو کې خپلسري اټومي فعالیتونه پیل کړي دي.
د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې همداراز ټینګار کړی چې که ایران په دې برخه کې خپل فعالیتونه ونه ځنډوي، امریکا، بریټانیا، جرمني او فرانسه به د روانې جون میاشتې په غونډه کې ایران له اټومي مکلفیتونو سرغړونکی هېواد معرفي کړي.
بلخوا د ایران د بهرنیو چارو وزارت دغه راپور رد کړی او ویلي یې دي چې تهران به د اټومي انرژۍ په نړیواله غونډه کې هر راز اقدام ته مناسب ځواب وايي. د ویلو ده چې ایراني چارواکو تر دې مخکې هم «اټومي انرژي» د ایران د خلکو څرګند حق بللی و او ویلي یې وو چې په دې برخه کې د هېڅ لوري له ګواښونو نه وېرېږي.